دلوبغاړو په اړه

مصباح الحق: زه د انتقادونو په قیصه کې نه یم.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې مشر روزونکی مصباح الحق وایي،زه د انتقاد کوونکو په قیصه کې نه یم چې د لوبډلې په اړه څه وایي،زه هغسې وکړم.

دغه پخوانی کپتان زیاتوي،که دنده هم له لاسه ورکړي بیا هم نه خفه کیږي.

د نوموړي په وینا دوی خپله هڅه کوي،خو پایلې یې د دوی په لاس کې ندي.

“مونږ خپله هڅه او زحمت کوو.نوره پایله زمونږ په لاس کې نده.زه ددې څخه ویره نه لرم چې یعنې دنده به له لاسه ورکړم.”

نوموړي د انګلستان دورې لپاره د لوبډلې د انتخاب په اړه وویل،چې مونږ به د یاد سیریز لپاره هغه لوبغاړي را وخلو چې نړیوال شل اوریز جام کې د لوبیدو چانس لري.

مصباح الحق دا هم وویل،نوموړي ته د لوبغاړو عمر مهم ندی او هغو لوبغاړو ته چې د لوبو لپاره فېټ وي،په لوبډله کې ځای ورکړو.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې