دلوبغاړو په اړهلیګونه

قیس احمد د کېنټ لوبډلې سره تړون وکړ.

د انګلستان کوانټی سیالیو کېنټ کرکټ کلب د افغانستان ځوان لوبغاړي قیس احمد سره په ټونټي بلاسټ سیالیو کې د لوبیدو تړون وکړ.

د یادې لوبډلې ډایریکټر پال ډنټن د قیس احمد په اخیستل کیدو خوښي ښکاره کړې او ویلي یې دي،د هغه په راتګ سره به د سپین بالینګ برخه هم پیاوړي شي.

“مونږ خوښ یو چې په ویټالیټي ټونټي بلاسټ سیالیو کې د افغانستان لیګ سپنر ورو توپ اچونکي قیس احمد سره تړون کوو.د هغه په یو ځای کیدلو سره به زمونږ د سپین بالینګ اټیک نور هم پیاوړی شي.”

قیس احمد هم د کېنټ سفایر لوبډلې سره په تړون خوښي ښودلي ده.

نوموړي ویلي” ډیر خوښ یم چې په ویټالیټي بلاسټ سیالیو کې به د کېنټ سفایر لوبډلې لپاره لوبې وکړم.دیته انتظار یم چې د یادې لوبډلې سره ژر یو ځای شم او لوبې ورته وکړم.”

قیس احمد ویلي،یادې لوبډلې په اړه یې وړاندې ښه خبرونه اوریدلي او دا به د هغه لپاره ویاړ وي چې یادې لوبډلې په ګټه لوبې وکړي.

کېنټ لوبډلې هم قیس احمد یو استعدادي لوبغاړی یاد کړئ او د هغه یو ځای کیدلو ته یې هرکلی ویلی دی.

قیس احمد لدې وړاندې هم د نړۍ په مختلفو لیګونو کې لوبې کړي او د نړیوالو پام یې ځانته را اړولی دی.

لدې وړاندې مجیب،نبي او راشدخان هم د انګلستان په کوانټي سیالیو کې لوبې کړي او سږ کال به بیا هم په یادو لیګونو کې لوبې وکړي.

څو ورځې وړاندې نوین الحق او ابراهیم ځدراڼ هم د انګلستان په کوانټي کلبونو کې د لوبیدو په موخه انګلستان هیواد ته روان شول.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې