دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

نیوزیلینډ لوبډلې ویکټ ساتوونکی تقاعدي اعلانوي.

د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې ویکټ ساتوونکي لوبغاړي «بي جې وټلینګ» ویلي چې د انګلستان دوره به د نوموړي د کرکټ کیریر وروستۍ سیریز وي او له یاد سیریز وروسته له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلانوي.

۳۵ کلن وټلینګ به د هندوستان خلاف د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې ترسره کولو او له هغې وروسته د انګلستان په وړاندې د ټیسټ لوبو سیریز ترسره کولو وروسته به د تل لپاره له نړیوال کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړي.

“دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې د ډیرې مودې راهیسې مو د نیوزیلینډ کرکټ ملي لوبډلې لپاره لوبې ترسره کړې.زما په اند چې اوس یې مناسب وخت دی چې نور له نړیوال کرکټ سره مخه ښه اعلان کړم.زه د ټولو ټیم ملګرو او نیوزیلینډ کرکټ بورډ څخه مننه کوم چې ما سره یې پدې موده کې مرسته او ملاتړ کړئ دی.

سویلي افریقایي الاصله وټلینګ په لس کلنۍ عمر کې نیوزیلینډ ته کډوال شوی وو او هلته یې د کرکټ لوبې پیل کړې.

نوموړی په لومړي ځل ۲۰۰۹ کال کې د نیوزیلینډ په ملي لوبډله کې انتخاب شو او د هغې مودې راهیسې یې په ټولو ۱۰۶ پارمټونو کې (۴۳۸۴) منډې جوړې کړي او همداشان یې د ویکټ ساتوونکي په دنده کې ۲۸۲ کیچونه اخیستي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې