دلوبغاړو په اړهلیګونه

ګیانا امازون لوبډلې خپل کپتان ته رخصت ورکړ،خو افغان لوبغاړی یې وساته.

د ۲۰۲۱ کال کرابین پریمیر لیګ سیالیو د نیلامۍ پړاو د را رسیدو وړاندې ګیانا آمازون وریئرز لوبډلې د هغو لوبغاړو لیستونه خپاره کړل،چې له ځان سره یې ساتلي او یا یې خوشي کړي دي.

حیرانوونکي خبره دا ده چې یادې لوبډلې خپل کپتان کریس ګرین هم خوشی کړی دی.

ددې ترڅنګ نیوزیلینډی روس ټایلر،کېمو پاول او رترفورډ هغه شهرت لرونکي لوبغاړي دي،چې په تیر کې یې د یادې لوبډلې لپاره ښې لوبې ترسره کړي دي.خو یادې لوبډلې په ۲۰۲۱ کال سي پي ایل سیالیو کې پرې باور ندی کړئ او له لوبډلې یې ایستلي یا خوشي کړي دي.

نوین الحق هغه افغان لوبغاړی دی چې په تیر ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو کې د یادې لوبډلې لپاره په زړه پورې لوبې کړي وې او سږ کال یې بیا هم له ځان سره ساتلی دی.

ګیانا آمازون لوبډلې هغه یوولس لوبغاړي چې په ۲۰۲۱ کال سي پي ایل سیالیو لپاره یې له ځان سره ساتلي دي،پدې ډول دي: نوین الحق،عمران طاهر،نیکولاس پورن،شمرون هټمآیر،رومرایو شیپرډ،چنډرپال همراج،کیون سکېلر،اشمډ نېډ،اوډاین سمېت،انتوني برمبل.

هیره دې نه وي چې ګیانا لوبډلې په تیر ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سیالیو کې د کریس ګرین په کپتانۍ کې تر نیمه پایلوبې رسیدلي وه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې