دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

د تابش خان ټیسټ کیریر ممکن په یوه نړیواله سیالۍ سره پای ته ورسیږي.

د پاکستان چټک توپ اچونکی «تابش خان» چې له ۲۰۰۲م کال راهیسې د لومړۍ درجې کرکټ لوبوي، د ۱۹ کلونو اوږد انتظار وروسته په لومړي ځل د زمبابوې خلاف هرارې کې په نړیواله ټیسټ سیالۍ کې د لوبیدو چانس ورکړل شو، خو اوس هغه له ۳۶ کلونو ډیر عمر لري چې دومره عمر د یو چټک توپ اچونکي لپاره نه ښایي.

تابش خان وکولی شول په لومړي اننګز کې یوازې یوه ویکټ ترلاسه کړي چې هغه په ​​خپل لومړي اور کې ترلاسه کړه، خو په دوهم اننګز کې یې هېڅ ویکټ ترلاسه نشو کړای په مجموعي ډول یې په لوبه کې په ۲۶ اورونو کې یوازې یوه ویکټ واخیسته.

د کرکټ کارپوهان په دې باور دي چې تابش خان د هغو ۴۳ لوبغاړو په لیسټ کې شامل کېدای شي چې د پاکستان لپاره یې یوازې یوه ټیسټ لوبه کړې، تابش خان د خپلې لومړۍ درجه سیالۍ له پیل نه وروسته ۱۸ کاله ۳ میاشتې او ۲۹ ورځې وروسته خپله لومړۍ نړیواله ټیسټ لوبه ترسره کړه.

هغه په دغه دوران کې ۱۳۷ سیالۍ ترسره کړې، نوموړي په ۲۴.۲۹ اوسط سره ټولټال «۵۹۸» ویکټې ترلاسه کړې.

تابش خان په خپل لومړۍ درجې کیریر کې ۳۸ ځله ۵ یا ډیر ویکټې اخیستې او په ۷ سیالیو کې یې ۱۰ یا هم تر هغه ډیرې ویکټې اخیستې دي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې