مقالې

حسن عیسی خېل: زه لومړۍ د خپل پلار مشورو ته غوږ نیسم.

محمد نبي عیسی خېل چې د کرکټ نړۍ یو مشهوره لوبغاړی شمیرل کیږي.

د نوموړي په شتون کې افغانستان ستر افتحارات او ویاړونه خپل هیواد ته راوړي.دغه الراونډر لا وړاندې د ټیسټ کرکټ لوبو څخه تقاعد شوی،خو په نورو دوو پارمټونو کې اوس هم فعال دی.

دا چې محمد نبي عیسی خېل په کرکټ ډګر کې د خلکو او مینه والو پام ځانته را اړولی.اوس یې ځوان زوی حسن عیسی خېل هم هڅه کوي،چې د خپل پلار په قدمونو قدم کیږدي او د هغه په څیر په راتلوونکي کې د افغانستان یو بهترین لوبغاړی واوسي.

۱۶ کلن حسن عیسی خېل اوسمهال په شارجې اکاډمۍ کې په تمریناتو بوخت دی.نوموړی هلته بخاتیر الیون لوبډلې لپاره لوبې کوي،څه موده وړاندې یې د یادې لوبډلې په ګټه په ۳۰ توپونو ۷۱ منډې جوړې کړې او د نوموړي توپ وهنه کې ۷ شپږیزې هم شاملې وې.

حسن عیسی خېل د کرکټ سره د شوق د پیدا کیدو په اړه وایي،چې هغه مهال یې دغې لوبې سره شوق او علاقه زیاته شوه،کله یې چې په لومړي ځل خپل پلار د تلویزون په پرده ولیده چې د افغانستان لپاره لوبې کوي.

“زما د کرکټ لومړی خاطره دا وه چې خپل پلار لوبه مو د تلویزون په پرده ولیده.ماته یې یو ځانګړی ویاړ را کړ.کله چې هغه ووینم پدې پوه شم چې نوموړي د کرکټ لپاره څومره ډیر څه کړي.او پدې هم خبر یم چې پلار مو نړیوال کرکټ کې څومره شهرت لري.”

“زه کوم فشار ځکه نه احساسوم چې هغه را سره دی.زه هم غواړم چې د هغه په پله قدم کیږدم او په راتلوونکي کې د افغانستان لپاره لوبې وکړم.”

که څه هم حسن عیسی خېل د زیاتو روزونکو په شتون کې په شارجې کې د کرکټ تمرینات ترسره کوي،خو نوموړی وایي یوازینی روزونکی یې خپل پلار دی.

د هغه په وینا چې د نورو روزونکو څخه چې کومې مشورې ترلاسه کوي،هغه له خپل پلار سره شریکوي او هغه ورته هدایت کوي.

“زه چې لومړی پلار څه راته وایي،هغې ته غوږ ووم.کله چې ماته بل روزونکی کومې مشورې راکوي.زه یې د تصدیق لپاره هغه سره شریکوم او هغه ماته لارښوونه کوي چې پدې برخه باندې کار وکړه.”

ځوان حسن عیسی خېل د کرکټ ذهنیت ورځ تر بلې په غوړیدو دی.نوموړی په شارجې اکاډمۍ کې د کاشېف داود تر روزونې لاندې د کرکټ تخنیکونه زده کوي.

کاشېف هغه لوبغاړی دی چې ددغه کال په لومړیو کې یې د اماراتو کرکټ ملي لوبډلې لپاره هم لوبې ترسره کړې.

نوموړی د حسن عیسی خېل په اړه وایي،چې نوموړی یو ډیر استعدادي لوبغاړی دی او د کرکټ ښه راتلوونکی لري.

“زما فکر کوم چې نوموړی له یو ستر استعداد څخه برخمن لوبغاړی دی.هغه په طبعي ډول له یوه قوي فزیک څخه برخمن دی.کله چې په فیلډینګ یا توپ نیونه کې د پښو له پلوه ډیر چبک دی.په بیټینګ کې هم،همداسې دی.”

“که چیرې په نوموړي پام همداسې دوام ولري.نوموړی به په راتلوونکي کې یو ستوری لوبغاړی واوسي.نوموړی د کرکټ ډیره ښه اینده لري.زه هم ورته دعا کوم چې خپلو هیلو ته ورسیږي او یو ځلانده لوبغاړی واوسي.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې