دلوبغاړو په اړهلیګونه

که ای پي ایل بیا پیل شي،انګلستاني لوبغاړي دې پکې نه لوبیږي.

د انګلستان کرکټ ملي لوبډلې ډایریکټر اشلي ګېلز په وینا،که چیرې دوهم ځل ای پي ایل ځنډیدلی لیګ پیل شي،انګلستاني لوبغاړي لکه باټلر،بین سټوکس او جوفرا ارچر دې په زیاتو پیسو پسې نه ځي او خپلې ملي لوبډلې لپاره دې لوبې وکړي.

د نوموړي تازه څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې وړمه ورځ د هند کرکټ بورډ ادارې مشر ساراپ ګنګولي په ښکاره وویل،چې د ای پي ایل پاتي سیالۍ به په هند کې نه ترسره کیږي.

د سپوټس مېل ورځپاڼې د خبر له مخې چې د ای پي ایل ځنډول شوي سیالۍ به د نړیوال جام وړاندې په سپټمبر-اکتوبر میاشت کې د اماراتو په کوربتوب ترسره شي.

سپټمبر او یا هم اکتوبر هغه میاشت ده،چې په همدې نېټو کې انګلستان کرکټ ملي لوبډله د بنګله دېش سره ځینې سیالۍ هم پکې لري او ددې ترڅنګ به انګلستان کرکټ ملي لوبډله د شپاړلس کلن ځنډ وروسته د پاکستان دوره هم وکړي.

“که چیرې دغه سیالۍ پلان شوې،زه له انګلستاني لوبغاړو غواړم چې پیسو ته ونه ګوري او د ملي لوبډلې لپاره لوبې وکړي.مونږ راتلوونکي کې ډیرې مهمې سیالۍ لرو،ددې مرکزي تړون لروونکو لوبغاړو ته په کار ده چې لومړیتوب خپلې لوبډلې ته ورکړي.هغه لوبغاړي چې د اوږده پارمټ سیالیو دي،هغوی دې پکې ولوبیږي.”

د یادونې وړ ده چې څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ اوونۍ وړاندې د کرونا له کبله نیمایي کې وځنډیدې او زیاتره خارجي لوبغاړي بیرته ترې خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

ای پي ایل هغه ملیاردي او شتمن لیګ دی چې زیاتره لوبغاړي ورته د ملي لوبډلې څخه هم لومړیتوب ورکوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې