دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

کامران اکمل: د خپل ورور جریمې پریکولو ته چمتو یم.

د ۲۰۲۰ کال په اپریل میاشت کې د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې تجربه کاره لوبغاړی عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ لخوا د درغلۍ او فساد له کبله د کرکټ بندیز او همداشان جریمې سره هم مخ شو.

اوس یې د هغه مشر ورور کامران اکمل دفاع ته را ودنګل او نوموړي وویل،د فساد ضد قانون تر چتر لاندې یې چې ورور څومره جریمه شوی وي،نوموړی چمتو دی چې د هغه جریمه پرې کړي.

عمر اکمل د پاکستان کرکټ بورډ لخوا لدې کبله د درې کلن بندیز سره مخ وو،چې د درغلۍ او فساد څیړوونکي ډلې لخوا پر هغه لګول شوو ادعاوو ته په وخت ځواب ونه وایه.

پدې وروستیو کې پاکستان کرکټ بورډ د نوموړي دا غوښتنه رد کړه،چې د پاکستان سترې محکمې لخوا پر هغه لګول شوي د (۴،۲۵) میلیونه روپيو جریمه را کمه کړي.

عمر اکمل پاکستان کرکټ بورډ څخه وغوښتل چې اقتصادي حالت یې ښه ندي او له همدې کبله دې په نوموړي رحم وکړي.

خو ورور کامران اکمل یې وویل:” زه چمتو یم چې د هغه جریمه پرې کړم.پاکستان کرکټ بورډ باید په هغه نامناسبه لګول شوي جریمه را لنډه کړي.پیسې دومره مهمه خبره نده.دوی کړل شي چې د هغه پیسې له ما څخه پي ایس ایل لوبې کې کټ کړي.خو پر هغه دومره لویه جریمه نامناسب کار دی.”

عمر اکمل هم پاکستان کرکټ بورډ ته لدې وړاندې ویلي وو،چې نوموړي ته باید د لوبو اجازه ورکړل شي.تر څو خپل پور پرې کړي.

د هغه په وینا چې کله لوبې نه کوي،پیسې له کومه کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې