نړیوال کریکټ

پاکستان باید له سترو ټیمونو سره د لوبو ویره ونه لري.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخوانیو لوبغاړو لخوا د زمبابوې او پاکستان ترمنځ په لوبه نیوکې وشوې او دا یې یو طرفه لوبه یاده کړه.

د پخوانیو لوبغاړو په وینا،پاکستان باید له سترو ټیمونو سره د لوبو کولو څخه ویره ونه لري او دوی پخپل کرکټ بورډ غږ وکړ چې له زمبابوې پرته له سترو لوبډلو سره لوبې برابرې کړي.

د دوی په وینا د زمبابوې او پاکستان ترمنځ د اوسنیو د دوو ټیسټ لوبو سیریز څخه چې پاکستان په کلین سويپ سره وګاټه،نه خو زمبابوې او نه هم پاکستان کوم څه ترط لاسته راوړل.

یو لدغو پخوانیو لوبغاړو څخه چې پر پاکستان کرکټ بورډ یې نیوکه وکړه،پخوانی کرکټر او اوسنی کمینټیټر رمیز راجا و.

نوموړي وویل،داسې یو طرفه سیالۍ په کرکټ مسخرې وهل دي.

“داسې یو طرفه لوبې مسخرې دي.داسې لوبې به مینه وال هم اړ کړي چې د لیدو په ځای نورو لوبو لکه فوټبال لیدو ته مخه کړي.”

” بعضې خلک پدې نظر دي،کله چې یوه کمزوري لوبډله له قوي لوبډلې سره لوبه کوي،لدې لوبې څخه به دوی څه زده کړي.زما په خپل نظر زمبابوې هغه لوبډله ده چې هر وخت د پاکستان لخوا ماته شوې او له دوی څخه داسې په لاس نه راځي چې څه ترې زده شي.د پاکستان کرکټ بورډ لپاره په کار دي چې له سترو ټیمونو سره لوبې برابرې کړي،نه دا چې کمزورو لوبډلو سره لوبې برابروي.”

د پاکستان پخوانی بل کرکټر راشد لطیف هم د رمیز راجا په نظر دی.هغه وایي پاکستان د زمبابوې له سیریز څخه څه لاسته راوړل او کومه ګټه یې وکړه؟

د نوموړي په وینا،پاکستان باید له سترو او قوي ټیمونو سره سیالۍ برابرې کړي او د هغوي سره د لوبې کولو څخه ویره ونه لري.

“کله چې مونږ له نیوزیلینډ،انګلستان او اسټرالیا سره سیالۍ ولرو،ټیسټ کرکټ لیدل هم پدې زیاتیږي،چې خلک ددغو ټیمونو سره لوبې لیدل غواړي.تاسو له هغوی څخه ویره مه لرئ،که لوبې ګټل کیږي یا بایلل کیږي.مهمه خبره د سترو لوبډلو سره کرکټ کول دي.که مونږ له هندوستان سره سیالۍ نه لرو،پاتې نورې پنځه-شپږ لوبډلې خو شته،له هغوی سره باید سیالۍ وکړو.”

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې