ریکارډونهنړیوال کریکټ

حسن علي د نړي ټول توپ اچونکي شاته کړل.

حسن علي د خپلې غوره کارکردګۍ له امله د کرکټ نړۍ ټول توپ اچونکي شاته پرېښودل.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې چټک توپ اچونکي «حسن علي» د ټپ له امله شاوخوا دوه کاله د کرکټ څخه لرې پاتې شوی ؤ.

خو نوموړي یو غوره کم بېک وکړ چې روان یې کال یې په زیاتو ویکټو سره د نړۍ ټول توپ اچونکي شاته پرېښودل.

حسن روان ۲۰۲۱م کال کې تر ټولو زیاتو ویکټو اخیستونکو توپ اچونکو په لیسټ کې لومړی مقام لري، نوموړي په ټولټال ۱۵ اننګزونو کې «۴۰» لوبغاړي سوځلي دي چې لومړی مقام له ځان سره لري.

په دغه لیسټ کې د هندوستان ورو توپ اچونکی «روي چندرن اشوین» دویم ځای لري چژ په ​​۱۰ اننګرونو کې یې «۳۴» ویکټې اخیستې دي، په داسې حال کې چې د پاکستان یو بل چټک توپ اچونکی شاهین شاه افریدي په ۱۹ اننګزونو کې ۲۹ ویکټ اخیستو سره دریم مقام لري.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې