دلوبغاړو په اړه

وارنر او سلاټر د خپلمنځي شخړې په اړه خاموشي ماته کړه.

کرکټر ډیویډ وارنر او کمینټیټر مایکل سلاټر هغه خبرونه ردوي،چې ګواکې د دوی ترمنځ تیره شپه ناوخته د مالدیپ په یوه شراب خانه کې فزیکي شخړه رامنځ ته شوي ده.

سلاټر او ډیویډ وارنر د ډیرې اوږدې مودې ملګري دي.مګر د دوی د شخړې په اړه ټلیګراف ورځپاڼې خبر ورکړئ دی.

د یادې خبر پاڼې د معلوماتو له مخې چې دواړو ترمنځ په یوه څه خبره موافقه ونشوه او بلاخره خبره د دوی ترمنځ فزیکي شخړې ته ورسیده.

خو دواړو لوبغاړو د شخړې خبرونه رد کړي دي.

ډیويډ وارنر ویلي،رسنیو ته هم څه په لاس نه ورځي چې له څه شي خبر جوړ کړي.

دده په وینا،زه او سلاټر ښه ملګري یو او زمونږ ترمنځ هیڅ ستونزه نده رامنځ ته شوې.

وارنر او سلاټر په هغو ۴۰ اسټرالیاوي لوبغاړو،روزونکو او کمینټیټرانو ډله کې دي چې له ای پي ایل سیالیو ځنډیدو وروسته له هندوستان څخه مالديپ هیواد کې دېره شول.دوی به له هغه ځای اسټرالیا ته تګ هڅه وکړي.

اسټرالیا حکومت د مۍ تر ۱۵ مې نېټې پورې له هندوستان او اسیایي هیوادونو څخه په ورتګ بندیزونه لګولي.اسټرالیاوي لوبغاړي ددې لپاره چې اسټرالیا ته ورسیږي.مالديپ هیواد کې میشت دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې