لیګونه

سریلانکا بورډ هم ای پي ایل د کوربتوب په اړه هند ته وړاندیز کړئ.

وروسته له هغې چې د انګلستان کوانټي سيالیو هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز وکړ،چې دوی د ای پي ایل د پاتي لوبو کوربتوب کولای شي.اوس سریلانکا کرکټ بورډ هم هندوستان کرکټ بورډ ته وړاندیز کړی دی چې د ای پي ایل پاتې لوبې د دوی په هیواد کې ترسره کړي.

سریلانکا کرکټ بورډ له هندوستان کرکټ بورډ سره ښې اړیکې لري،دا چې انګلستان کوانټي سیالیو د کوربتوب وړاندیز وکړ،سریلانکا کرکټ بورډ هم اعلان وکړ چې دوی د ګاونډي هیواد لپاره د ای پي ایل سيالیو کوربتوب ته هر ډول چمتوالی لري.

«مونږ په سپټمبر میاشت کې د هندوستان پاتي ای پي ایل سيالیو لپاره هر ډول اسانتیاوې برابرولی شو.مونږ اوریدلي چې دوی یوازې یو افشن هغه هم په اماراتو کې د پاتي سيالیو ترسره کولو اراده لري.خو مونږ وایو چې سريلانکا هم باید پدې ډګر کې له پامه ونه غورځي او مونږ په بشپړ ډول د ای پي ایل پاتي سيالیو د کوربتوب لپاره چمتو یو.»

«مونږ په جولای- اګسټ او میاشت کې د خپل لیګ ترسره کیدلو پلان هم لرو،نو کولای شو چې سپټمبر میاشت کې د ای پي ایل سيالیو کوربتوب هم وکړو.»

د ای پي ايل په ځنډولو سره هندوستان کرکټ بورډ څه باندې ۲۰۰۰ کروړه مالي زیان سره مخ شو،خو هند کرکټ بورډ وایي چې پوره هڅه به وکړي چې د ای پي ایل پاتي سیالۍ په بریالی توګه پآی ته ورسوي.

ویل کیږي چې د ای پي ایل پاتي سيالۍ به په سپټمبر میاشت کې ترسره شي،لا هم د کوربتوب په اړه وروستۍ ځای ندی اعلان شوی.
داسې احتمال دی چې په عربي اماراتو هیواد کې به ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې