لیګونه

کوینټن ډی کوک میرمنې ممبۍ انډیانز لوبډلې ته پیغام پريښوده.

ساشي ډکوک د ممبۍ انډیانز لوبډلې پیاوړي پیلیز او ویکټ ساتوونکي لوبغاړي کوینټن ډي کوک میرمن ده او نوموړې له خپل خاوند سره یو ځای سویلی افریقا ته د روانیدو وروسته ممبۍ انډیانز لوبډلې ته د خدای په امانۍ پیغام پريښوده.

هغې ویلي،په ای پي ایل سیالیو کې یې د ممبۍ انډیانز ملاتړ وکړ او یادې لوبډلې سره یې ښه وخت تیر کړ او اوس چې له یادې لوبډلې ګوښه کیږي،د هغې لپاره د خفګان ځای دی.

هغې پخپل پیغام کې له ممبۍ انډیانز لوبډلې غړو څخه وغوښتل چې له ځانونه سره خیال وساتي او له کرونا څخه د حفاظت په موخه دې کورونو کې پاتي شي.

“خواشینې یم چې دومره ژر له ممبۍ انډیانز لوبډل روانیږم.مګر ما ممبۍ کورنۍ سره ښه وخت تیر کړ.ټول ملګري به مو ډیر یادیږي.د ممبۍ پخوانیو او اوسنیو غړو سره به ملګرتیا دوام ولري.مونږ د انډیا سره په غم کې شریک یو او له هر یوه غوښتنه کوم چې د ځانونه خیال وساتي،ترڅو له کرونا په امان کې واوسي.”

ساشي ډي کوک د خپل خاوند یا میړه د ملاتړ لپاره له سویلي افریقا هیواد څخه هندوستان ته تللي وه او د ډي کوک په سر یې ای پي ایل سیالیو کې د ممبۍ انډیانز لوبډلې ملاتړ کاوه.

دا چې ای پي ایل سیالۍ د کرونا له کبله نیمايي کې پای له ځنډ سره مخ شوې او ډیرئ خارجي لوبغاړي خپلو هیوادونو ته ستانه شول.

ساشي ډي کوک هم له هغو جملې څخه وه چې کوینټن ډي کوک سره یو ځای د خپل هیواد په لوري روانه شوه.

ډي کوک په روان موسم کې د ممبيي لپاره تردې دمه ۱۵۵ منډې جوړې کړي وې.

په ټوله کې نوموړي ای پي ایل سیالیو کې د پنځلسو نیمه سلیزو په مټ (۲۱۱۴) منډې جوړې کړي دي.

په یوه لوبه کې یې زیاتې منډې ۱۰۸ دي چې د ار سي بي خلاف یې جوړې کړي دي.

ساشي ډي کوک ژمنه وکړه،که حالت نورمل شول او ای پي ایل لیګ بیا پیل شو،د یادې لوبډلې د ملاتړ لپاره به بیا هم راستانه شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې