افغانستان کریکټ

د ایوبي رمضان جام لس اورېزه سیالۍ د JKS ټاېګرز کریکټ کلب په بریا سره پاېته ورسیدې

د ایوبي رمضان جام لس اورېزه کریکټ لوبې چې څه موده وړاندې پیل شوې وې نن د مۍ په اتمه نېټه د دغه لیګ وروستۍ لوبه یا پایلوبه د دوو مخکښو کریکټ لوبډلو شاهین نیازې کریکټ کلب او JKS ټاېګرز کریکټ کلب ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې د دغه لیګ اتلولۍ JKS ټاېګرز کریکټ کلب ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې پچه شاهین نیازې کریکټ کلب وګټله او لومړی یې خپل سیال لوري ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. JKS ټاېګرز کریکټ کلب د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۱۰ اورنو کې د ۶ لوبغاړو په سوځېدو ۱۳۰ منډې وکړې.

چې د JKS ټاېګرز کریکټ کلب له لوري توپ وهنه کې صابر حنیف ۳۴، کامران حسین خیل او داود هر یوه بیا ۲۶-۲۶ منډې وکړې.

د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ اچونه کې امیر ځاځي ۳، رضوان ملنګ ۲ او رفیع صدیق بیا ۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې شاهین نیازې کریکټ کلب توپ وهنه پیل کړه که څه هم د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي په زړه پورې توپ وهنه نندارې ته وړاندې کړه خو سره له دې بیا هم شاهین نیازې کریکټ کلب په پایلوبه کې د ۷ منډو په توپیر ماتې وخوړله.

د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي په ۲۴ بالونو ۵۳ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې پنځه شپږیزې او څلور څلوریزې شاملې وې.

د JKS ټاېګرز کریکټ کلب له لوري توپ اچونه کې محمد الله ۲ همدغه راز لطیف، اومید شینوزاده او زبیر صافي هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې