نړیوال کریکټ

هند کرکټ بورډ د انګلستان دورې ته لوبډله اعلان کړه.

هندوستان کرکټ بورډ د جمعې په ورځ د انګلستان دورې لپاره شل کسیزه لوبډله اعلان کړه او دغه لوبډله به لومړۍ د جون په اتلسمه نېټه د نیوزیلینډ سره په انګلستان کې د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبه ترسره کړي او له هغې وروسته به د اګسټ په څلورمه نېټه د کوربه هیواد سره د سیالیو سیریز پیل کړي.

په شل کسیزه لوبډله کې مشهوره لوبغاړي هارډیک پانډیا ته ځای ندی ورکړل شوی.

د هندوستان کرکټ بورډ لخوا په شل کسیزه لوبډله کې دغه لوبغاړي شامل دي: ویراټ کوهلي (کپتان)،اجینکیا رحاني (مرستیال کپتان)،روهیت شرما،شبمن ګېل،اګروال،پوجارا،هانوما،پنټ،اشوان،جېدیجا،پټېل،واشنګټن سنډر،بومرا،اشنټ شرما،محمد شامي،محمد سراج،تاکور،شامي،اومیش یادف،راهول،سها شامل دي.

رېډمن سها فېټنیس پورې اړه لري،که چیرې یې فېټنیس برابر وو،نوموړی به لوبډلې سره یو ځای لاړ شي.

که څه هم هارډیک پانډیا د انګلستان په پیچونو د ښو لوبو ریکارډ هم لري او نوموړي یوولسو ټیسټ لوبو کې ښې لوبې هم ترسره کړي دي.

تراوسه ښکاره نده چې نوموړی ولې ددغه سیریز څخه ډراپ شوی دی.

د پانډیا ترڅنګ کولدیپ یادف ورو توپ اچوونکی هم له پامه غورځول شوی دی.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې