افغانستان کریکټ

شاهین نیازې کریکټ کلب په ایوبي رمضان جام سیالیو کې پایلوبې ته لار وموندله

د ایوبي رمضان جام لس اورېزه کریکټ سیالیو په دوام نن ماسپښین شاهین نیازی کریکټ کلب له رحمان الله ګربز کریکټ کلب سره مخ شو چې په پایله کې شاهین نیازې کریکټ کلب رحمان الله ګربز کریکټ کلب ته ماتې ورکړه او پایلوبې ته یې لار وموندله.

د لوبې په پیل کې پچه پخپله رحمان الله ګربز کریکټ کلب وګټله او لومړی یې توپ وهنه غوره کړه، رحمان الله ګربز کریکټ کلب د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۱۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۱۱۳ منډې وکړې.

چې د رحمان الله ګربز کریکټ کلب له لوري توپ وهنه کې دروېش رسولې په ۳۰ بالونو ۴۶ او فرید ملک په لسو بالونو ۲۵ منډې جوړې کړې.

د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ اچونه کې بریال افغان ۲ همدغه راز رفیع صدیق، رضوان ملنګ او امیر ځاځي هر یوه ۱-۱ لوبغاړیرله مخې پورته کړ.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې شاهین نیازې کریکټ کلب توپ وهنه پیل کړه او یاد هدف یې په ۹.۱ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په سوځېدو سره بشپړ کړ او سیال لوري ته یې د ۷ ویکېټو په توپېر ماتې ورکړه.

د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ وهنه کې حضرت الله ځاځي په ۲۱ بالونو ۴۳ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې پنځه ځلوریزې او درې شپږیزې شاملې وې همدغه راز افسر ځاځي ۴۵ سترې منډې جوړې کړې.

د رحمان الله ګربز کریکټ کلب له لوري توپ اچونه کې خلیل احمد، غني کوچی او خلیل ګربز هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې