لیګونه

د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالۍ اماراتو کې کیږي.

پاکستان کرکټ بورډ د پي ایس ایل سیالیو شپږو لوبډلو سره د زوم له لارې په اړیکه کې د پاکستان سوپر لیګ د پاتي سیالیو په اړه بحث کړئ.

دوی پدې سره موافقه کړې چې پاتي سیالۍ په عربي اماراتو هیواد کې ترسره کړي.

پاکستان کرکټ بورډ ویلي،ملي لوبډله یې د جون په ۲۳مه نېټه د انګلستان په دوره روانه کیږي او پدې موده کې به دوی ښه وزګار وي،ترڅو له اماراتو کرکټ بورډ سره خبرې وکړي،چې آیا دوی د پاکستان سوپر لیګ پاتي سیالیو کوربتوب په بریالی توګه کولای شي او که یه!

د پاکستان کرکټ بورډ اجرایوي رئیس ویلي،دوی له ټولو څانګو سره بریالی ناسته درلوده او هغوی ته یې ډاډ ورکړ چې په هر قیمت وي،د لیګ پاتي لوبې به ترسره کوي.

پاکستان سوپر لیګ شپږم پړاو سیالۍ په مارچ میاشت کې د پاکستان په کوربتوب روانې وې،چې د کرونا ښکار شوې.

پاکستان کرکټ بورډ اوس په پلان کې لري چې یادې سیالۍ اماراتو هیواد کې ترسره کړي.

په پام کې وه چې یادې سیالۍ به د جون په لومړۍ نېټه ترسره شوي وای،خو دا چې د جون په ۲۳مه نېټه د پاکستان کرکټ ملي لوبډله د انګلستان په لوري ځي.داسې احتمال دی چې د یادو سیالیو په سکیجول یا مهال ویش کې به هم تغیرات رامنځ ته شي.

لدې وړاندې د کرونا له کبله د هند سوداګریزې سیالۍ هم په نیمایي کې له خنډ سره مخ شوې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې