دلوبغاړو په اړهلیګونه

کیرون پولارډ به کرابین لیګ کې د ټرنباګو لوبډلې مشري په غاړه ولري.

د ویسټ انډيز کرکټ ملي لوبډلې پیاوړی الروانډر کیرون پولارډ به په ۲۰۲‍۱ کال کرابین پریمیر لیګ سيالیو کې د ټرنباګو نایټ رایډرز لوبډلې مشري په غاړه ولري.

کیرون پولارډ لدې وړاندې هم د یادې لوبډلې مشري ترسره کړي ده او همداشان یې اتلوالۍ هم ورته ګټلي دي.

په ۲۰۲۰ کال سي پي ایل سيالیو کې نوموړي د یادې لوبډلې لپاره په یوولسو لوبو کې ۲۰۷ منډې جوړې کړي وې.

دا لومړۍ ځل ندی چې نوموړی د یادې لوبډلې مشري په غاړه لري،بلکې نوموړی د ۲۰۱۹ کال راهیسې چې کله ډواین براوو له کپتانۍ لیرې کړل شو،د یادې لوبډلې مشري په غاړه لري.

د ۲۰۲۱ کال سي پي ایل یا کرابین پریمیر لیګ سيالۍ به د اګسټ مياشتې په ۲۸مه نېټه پيل شي،چې ګڼ شمیر داخلي او خارجي لوبغاړي به پکې شتون ولري.

کرابین پریمیر لیګ تنظیموونکو ویلي،پنځوس سلنه هغه تماشچیانو ته چې د کرونا واکسین یې لګولی وي،لوبغالي کې د نږدې څخه د لوبو ننداره کولو اجازه به ورکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې