دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

ټرنټ بولټ د انګلستان خلاف سیریز کې نه لوبیږي.

د ای پي ایل د ځنډيدلو وروسته به د ممبۍ انډیانز لوبډلې چټک توپ اچونکی ټرنټ بولټ د شنبې په ورځ د خپل هیواد په لوري روان شي او نوموړی به د قرنطین تیرولو وروسته،څه موده له خپلې کورنۍ سره یو ځای پاتي شي.

خپل هیواد ته په روانیدو سره به نوموړی ونشي کولای چې د انګلستان خلاف په ټیسټ لوبو کې ګډون وکړي،خو نوموړی د یو څه مودې کور کې پاتي کیدلو وروسته به بیرته د تمریناتو لړۍ پیل کړي او د انګلستان په کوربتوب د ای سي سي ټیسټ چمپیون شيپ سیالیو پایلوبې لپاره چې هند سره ده،خپل تیارۍ پیل کړي.

نیوزیلینډ کرکټ بورډ هم د ټرنټ بولټ پریکړې ملاتړ کړئ او ویلي یې دي،چې نوموړی ځوانه کورنۍ لري او باید څه وخت ارام وکړي.

د انګلستان په وړاندې د ټیسټ لوبو لپاره به زیاتره نیوزیلینډی لوبغاړي مستقیما د مۍ په یوولسمه نېټه له هندوستان څخه د انګلستان په لوري روان شي.

د انګلستان او نیوزیلینډ ترمنځ د دوو ټیسټ لوبو سیریز لومړۍ لوبه به د جون په دویمه نېټه ترسره شي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې