دلوبغاړو په اړهلیګونه

لکشمن د حیدراباد لوبډلې لوبغاړي کرونا ویروس کیسه کوي.

د سنرایزرس حیدراباد لوبډلې مشاور روزونکی ويویس لکشمن وایي،دوی د کرونا ټول قوانین په ښه ډول عملي کول او لوبډلې غړو یې داسې کومې تیروتنې هم ندي کړي چې د کرونا اصول یې مات کړي وي،خو دوی نه پوهیږي چې پداسې ناڅاپي ډول څنګه د ویکټ ساتوونکي لوبغاړي رېډمن سها د کرونا پایله مثبته راووته.

« مونږ دېته حیران یو چې ټول د کرونا وضع شوي پروتوکولونه مو په ځان عملي کول،نه پوهیږو چې څرنګه په ناڅاپي توګه هغه پرې اخته شو.مونږ نوموړي ته د کامل صحت غوښتنه کوو،پدې هیله چې نوموړی ژر له یادې ناروغۍ جوړ شي.»

د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سيالۍ چې ښه په سور کې روانې وې،هغه مهال بې خوندې شوې چې کله یې د ای پي ایل په څانګو کې دننه د کرونا د مثبتو پيښو خبرونه ورکړل شول.

په ای پي ایل سيالیو کې د مثتبو پيښو د ثبت کیدو وروسته ای پي ایل سيالۍ هم تر نامعلومې مودې وځنډيدې.

اوس هند کرکټ بورډ په پام کې لري چې یادو ځنډول شوو سيالیو ته په سپټمبرمیاشت کې ځای پيدا کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې