افغانستان کریکټ

شاهین نیازې کریکټ کلب په کواټر فاینل لوبه کې کابل زلمي لوبډله له ماتې سره مخ کړه

د ایوبي رمضان جام لس اورېزه کریکټ سیالیو په دوام نن ماذیګر کابل زلمي لوبډله له شاهین نیازې کریکټ کلب سره مخ شوه چې په پایله کې شاهین نیازې کریکټ کلب په کوټر فاینل سیالۍ کې کابل زلمي لوبډلې ته سخته ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې پچه کابل زلمي لوبډلې وګټله او لومړی یې خپل سیال لوري ته د توپ وهنې بلنه ورکړه. شاهین نیازې کریکټ کلب د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو لسو اورنو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ۱۳۳ منډې وکړې.

د شاهین نیازې کریکټ کلب لپاره په توپ وهنه کې حضرت ځاځي په ۲۳ بالونو ۴۰ منډې وکړې همدغه راز محمد عاشق په ۱۶ بالونو ۳۵ منډې وکړې.

د کابل زلمي لوبډلې له لوري توپ اچونه کې شرف الدین اشرف ۲ همدغه شان ترڅنګ عبدالوهاب شینواري او بلال سمیع هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې کابل زلمي لوبډلې توپ وهنه پیل کړه او یاد هدف یې بشپړ نه شو کړای. کابل زلمي لوبډلې په ټاکلو ۱۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان ۹۷ منډې وکړې او سیالۍ یې د ۳۵ منډو په توپېر وبایلله.

د کابل زلمي له لوري توپ وهنه کې وسیم اکرام په ۱۲ بالونو تر نورو زیاتې ۳۲ منډې وکړې. د شاهین نیازې کریکټ کلب له لوري توپ اچونه کې امیر ځاځي، بریال افغان او میرزا ولي هر یوه ۲-۲ همدغه شان سمیع الله توتاخیل یو لوبغاړی وسوځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې