نړیوال کریکټ

سویلي افریقا لوبډله ویسټ انډیز ته سفر کوي.

سویلي افریقا کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې ددغه کال په جون میاشت کې به د یو شمیر سیالیو د ترسره کولو په موخه به ویسټ انډیز هیواد ته دوره وکړي.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د ادارې ډایریکټر ګرېم سمېت ویلي،لوبډله به یې پدې سفر کې له کوربه هیواد سره دوه ټیسټ او پنځه شل اوریزې لوبې ترسره کړي او له هغې وروسته به ایرلینډ هیواد ته سفر وکړي او له هغه هیواد سره به هم سیالۍ ترسره کړي.

سمېت همداشان وویل،چې په سپټمبر میاشت کې له هندوستان سره هم ځینې سیالۍ لري،خو شاید هغه له ای پي ایل سره په ټکر کې لدې کبله راشي،چې هند کرکټ بورډ په پام کې لري چې د ای پي ایل ځنډول شوي پاتي سیالۍ په همدغه وخت کې ترسره کړي.

ګرېم سمېت زیاتوي،د دوی موخه دا ده چې نړیوال جام ته یوه غښتلي لوبډله جوړه کړي.

ګرېم سمېت زیاته کړه،که چیرې اې بي ډیولیرز غواړي چې غواړي چې تقاعد پریکړه بیرته واخلي،نړیوال جام سکواډ کې به هم ځای ورکړي.

ګرېم سمېت د ای پي ایل څخه د راستانه کیدوونکو او روزونکو په اړه وویل،چې شاید تر جمعې ورځې پورې ټول لوبغاړي له هند څخه راستانه شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې