دلوبغاړو په اړهلیګونه

راشدخان د ای پي ایل په ځنډیده خفګان ښکاره کړ.

د سنرایرزرس حیدراباد لوبډلې پیاوړي افغان لوبغاړي راشدخان د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو په ځنډولو خفګان ښکاره کړئ،خو نوموړي په ورته وخت کې د هند کرکټ بورډ دغه پریکړې ستایلې هم ده،چې د لوبغاړو د خوندیتوب په اړه یې ای پي ایل سیالۍ وځنډولې.

نوموړي پخپله ټویټر پاڼه لیکلي:” ډیر د بدبختۍ ځای دی چې ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالۍ ځنډیږي.مګر خوښ پدې یم چې لومړیتوب د هر چا خوندیتوب ته ورکول کیږي، پدې هیله چې هر یو په خوندي ډول خپل کور ته ورسیږې او نړۍ دغه پدیدې ته چې څومره ژر وي ماتي ورکړي، که غواړئ خوندي پاتې شئ،خپل لاسونه پریمنځئ او ماسکونه واچوئ، تاسو به ډیر ژر بیا هم ووینم.”

د ای پي ایل سیالۍ له هغې وروسته له ځنډ سره مخ شوې،چې د راشدخان د ټیم ملګري رېډمن سها د کرونا پایله مثبته راووته.

لدې وړاندې د کې کې ار لوبډلې د دوو لوبغاړو په اړه د کرونا خبر ورکړل شوی وو.

په ورته وخت کې خارجي لوبغاړو د ای پي ایل ځنډیدو وروسته خپلو هیوادونو ته تګ پیل کړئ،سویلي افریقایي،نیوزیلینډي او انګلستاني لوبغاړي ځینې خپلو هیوادونو ته رسیدلي او ځینې یې په لاره کې روان دي،خو اسټرالیاوي لوبغاړي لا هم خپل هیواد ته ندي رسیدلي او دوی له هند څخه بهر به مالدیپ هیواد کې میشت دي او له هغه ځایه به اسټرالیا هیواد ته د تګ لار ولټوي.

هند کرکټ بورډ ویلي،دوی به ټولو خارجي لوبغاړو سره تر خپلې وسې خپلو هیوادونو ته په خوندي توګه رسولو کې مرسته او همکاري وکړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې