لیګونه

څلور ښځينه هندۍ کرکټرانو ته په سل بالیزه لیګ کې د لوبیدو اجازه ورکړل شوه

هند کرکټ بورډ د خپلې لوبډلې څلورو ښځينه کرکټرانو ته د انګلستان په سل بالیزه سيالیو کې د لوبیدو رسمي اجازه ورکړي ده.

د کریک انفو د معلوماتو له مخې چې هند کرکټ بورډ خپلو لوبغاړو ته د اجازې خبر والز او انګلستان کرکټ بورډ ته هم لیږلی او ډير ژر به یې د سل بالیزه سيالیو تنظمیوونکو لخوا د تایید اعلان وشي.

دغه څلور ښځينه کرکټرانې به هلته د سل بالیزه لیګ په لومړي پړاو سيالیو کې د اتو بیلا بیلو لوبډلو لپاره لوبې ترسره کړي.

د هند کرکټ بورډ په وینا یادې لوبغاړي به تر هغې پورې په انګلستان کې پاتي وي،تر څو چې ملي لوبډله به هلته د سيالیو لپاره ورشي.

هند ښځینه لوبډله به هلته یوه ټيسټ،درې یو ورځنۍ او څو شل اوریزې لوبې ترسره کړي.

همنپریت،سمراتي ماندهنا،جیمي روډريګوس او ډيپټي شرما هغه لوبغاړې دي چې لدې وړاندې یې د انګلستان په کورنیو سيالیو کې لوبې ترسره کړي دي.

ټاکل شوي چې د سړیو او ښځينه کرکټ لوبډلو سل بالیزه سيالۍ به د روان کال په وروستیو کې په انګلستان هیواد کې ترسره شي.یادو سيالیو کې افغان لوبغاړي هم ګډون لري.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې