دلوبغاړو په اړه

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د لوبغاړو مرکزي تړون اعلان کړ.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال د جون لومړۍ نېټې څخه تر ۲۰۲۲ کال د جون میاشتې پورې د لوبغاړو سره د معاش مرکزی تړون اعلان کړ.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لخوا پدغه مرکزي تړون کې اتلس لوبغاړي شامل دي او همداشان په لومړي ځل نوو لوبغاړو کروما بونر،جوشا ډي سیلوا،کایل مایرز،اکیل حُسین ته هم پکې ځای ورکړل شوی دی.

ویسټ انډیز کرکټ بورډ ویلي،دوی په مرکزي تړون کې زیاتره هغو لوبغاړو ته ځای ورکړئ چې د لوبډلې لپاره ښه ځلیدلي.

د ویسټ انډیز کرکټ بورډ د ډایریکټر په وینا،خوښ دی چې په لومړي ځل په سنټرل کنټریکټ لیست کې نوو لوبغاړو هم ځای خپل کړی دی.

نوموړي د هغو لوبغاړو په اړه چې سنټرل کنټریکټ یا مرکز تړون کې یې ځای ندی خپل کړئ وویل،دوی باید زیات زحمت او خواري وکړي،ترڅو راتلوونکي کې تړون کې ځای خپل کړي.

هغه لوبغاړي چې د ویسټ انډیز کرکټ بورډ لخوا یې مرکزی تړون ترلاسه کړی پدې ډول دي:

د ټولو پارمټونو په برخه کې: جسن هولډر.

د سره توپ یا ټیسټ لوبو په برخه کې: کریګ براتویټ،جرماني بلاک ووډ،کروما بونر،رحکیم کرنوال،جوش ډي سیلوا،شنن ګبرېل،کایل مایرز او کېماروچ.

سپین توپ یا محدود اوریزو لوبو په برخه کې: کېرون پولارډ،فابیان الن،ډرن براوو،شای هوپ،اکیل حُسین،الرزاري جوزیپ،نیکولاس پورن او هایلډن والش.

هغه لوبغاړي چې مرکزي تړون لیست کې یې ځای ندی خپل کړی:شمرا بروکز،شین ډاریچ،سونیل امبرس،شلډن کټرل،شمرون هاټمآیر،برینډن کینګ،کېمو پاول،رومن پاول،رومریو شيپرډ او شمېنو توماس شامل دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې