دلوبغاړو په اړه

مسلمان او پټان لولغاړو یو بل د خیر کار وکړ.

عرفان پټان او یوسف پټان اکاډمي کرونا ځپلو ته وړیا خوراک انتظام برابروي

د هند کرکټ ملي لوبډلې پخواني الراونډران عرفان پټان او د هغه مشر ورور یوسف پټان د ډهلي ښار په جنوب کې هغه کسانو ته چې په کرونا اخته دي،وړیا او د جلا خوراک انتظام یا اسانتیاوې برابروي.

عرفان پټان پخپله ټویټر پاڼه لیکلي،چې اکاډمي به یې هغه کسانو ته چې د کرونا دوهمې ځپلې د وړیا خوراک برابرولو کې خپلې همکارۍ ته دوام ورکړي.

ډهلی هغه ښار دی چې د هند د نورو ښارونو په پرتله کرونا دوهمې څپې سخت وځپه.

“پداسې حال کې چې هیواد مو دوهمې څپې تر سختو شرایطو لاندې دی.دا زمونږ د ټولو مسؤلیت دی چې پدئ سختو حالتو کې د اړمنو خلکو سره تر خپلې وسې مرستې وکړو.پټان اکاډي به د ډهلي په جنوب کې اړمنو خلکو ته د وړیا خوراکونو اسانتیاوې برابرې کړي.”

عرفان پټان د هند لومړنی لوبغاړی دی چې په ټیسټ کرکټ کې یې هیټریک ترلاسه کړی وو.نوموړي د هند لپاره ۲۹ ټیسټ،۱۲۰ یو ورځنۍ او ۲۴ شل اوریزې لوبې کړي وې.

یوسف پټان بیا د هند لپاره ۵۷ یو ورځنۍ او ۲۲ شل اوریزې لوبې ترسره کړي وې.

دواړه لوبغاړي هغه مهال د هند لوبډلې سره یو ځای وو،کله چې هندوستان د ۲۰۰۷ کال نړیوال شل اوریز جام اتلوالي وګټله.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې