لیګونه

سویل افریقا کرکټ بورډ د ای پي ایل په ځنډولو اعلامیه خپره کړه.

سویلي افریقا کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو د ځنډولو په اړه اعلامیه خپره کړې او په هغې کې یې د هند کرکټ بورډ دا پریکړه ستایلې چې د لوبغاړو د ژوند د حفاظت په موخه یې د ای پي ایل سیالۍ وځنډولې.

سویلي افریقا کرکټ بورډ ویلي،دوی پدې برخه کې د هند کرکټ بورډ دغه ګام ستایي او د دوی پریکړې ته احترام لري.

سویلی افریقا کرکټ بورډ ویلي،دوی به هم د لوبغاړو د راستانیدو په برخه کې خپلو هڅو ته دوام ورکړي او ټول هغه لوبغاړي به په خوندي توګه خپل هیواد ته راستانه کړې،چې هلته بند پاتي دي.

د دوی په وینا د لوبغاړو راستانولو وروسته به ټول لوبغاړي په قرنطین کې واوسي او له هغې وروسته به د خپلو کورنیو سره د یو ځای کیدو اجازه ورکړي.

سویل افریقا کرکټ بورډ په ورته وخت کې د هند کرکټ بورډ څخه مننه کړې،چې د دوی لوبغاړو حفاظت غم ورسره دی.

د یادونې وړ ده چې په هند کې د کرونا دوهمې څپې له زیاتیدو سره او په لوبډلو داخل کې د کرونا د مثبتو پيښو ثبتیدو وروسته هند کرکټ بورډ اړ شو چې سیالۍ نیمایي کې ودروي.

هند کرکټ بورډ ویلي،په یوه مناسب وخت کې به پاتي سیالۍ هم ترسره کړي.

داسې احتمال ورکړل شوی چې د ای پي ایل پاتي سیالۍ به په سپټمبر میاشت کې،چې کله نړیوال جام هم رانږدې شي،بیا ځلې په لاره واچول شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې