افغانستان کریکټ

رحمان الله ګربز کلب په کواټر فاینل لوبه کې کابل ځوانانو لوبډلې ته ماتې ورکړه

د ایوبي رمضان جام لس اورېزه لیګ سیالیو په دوام نن غرمه لومړۍ کواټر فاینل سیالۍ د رحمان الله ګربز کریکټ ټیم او کابل ځوانان کریکټ ټیم ترمنځ ترسره شوه چې په پایله کې رحمان الله ګربز کریکټ ټیم د ۷ ویکېټو په توپېر بریا ترلاسه کړه.

د لوبې په پیل کې پچه کابل ځوانان کریکټ ټیم وګټله او لومړی یې د توپ وهنې پرېکړه وکړه. کابل ځوانانو د لومړۍ توپ وهنې پر مټ په ټاکلو ۱۰ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په سوځېدو ۹۱ منډې وکړې.

چې د کابل ځوانان له لوري توپ وهنه کې واحد الله خان ۳۱ او شفیق الله غفاري ۳۰ تر نورو زیاتې منډې وکړې. د رحمان الله ګربز کریکټ ټیم له لوري توپ اچونه کې غني کوچي او قېس احمد ۲-۲ همدغه راز صابر ګربز، خلیل ګربز او خلیل احمد هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

د ۹۲ منډو هدف په تعقیب کې رحمان الله ګربز کریکټ ټیم توپ وهنه پیل کړه او ټاکل شوی هدف یې په ۸.۲ اورنو کې د ۳ لوبغاړو په زیان سره بشپړ کړ.

د رحمان الله ګربز کریکټ ټیم له خوا توپ وهنه کې دروېش رسولي په ۲۸ بالونو باندې ۵۴ ناسوځیدلې منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې پنځه شپږیزې او ۳ څلوریزې شاملې وې. همدغه راز ترڅنګ یې مسعود ګربز په ۹ بالونو باندې ۱۸ منډې وکړې.

د کابل ځوان له لوري توپ اچونه کې یاسین ۲ او شفیق الله غفاري یو لوبغاړی وسوځوه. د یادونې وړ ده چې راتلونکي سیالۍ به د المبارک کریکټ کلب او JKS کریکټ کلب ترمنځ په څو شیبو کې پیل شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې