افغانستان کریکټ

د JKS ټاېګرز لوبډلې المبارک لوبډلې ته په کواټر فاینل کې ماتې ورکړه

د ایوبي ټي ټېن رمضان لیګ په دوام نن غرمه ۳:۳۰ بجې JKS ټاېګرز لوبډله له المبارک لوبډلې سره مخ شوه، چې په پایله کې JKS ټاېګرز وکولی شو سیالې لوبډلې ته د ۶۴ منډو په توپېر ماتې ورکړې.

د لوبې په پیل کې پچه JKS ټاېګرز لوبډلې وګټله او خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، JKS ټاېګرز لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو لسو اورنو کې د ۴ لوبغاړو په زیان ۱۶۱ منډې وکړې.

چې د JKS ټاېګرز له لوري توپ وهنه کې صابر حنیف د ۳۵ بالونو په مرسته ۱۰۰ منډې وکړې چې د نوموړي له بیټ څخه ۷ څلوریزې او ۱۰ شپږیزې هم راغلي.

د المبارک کریکټ ټیم له لوري توپ اچونه کې احمد شاه، واجد خان او امان الله رفیقي هر یوه ۱-۱ لوبغاړي وسوځوه.

د ټاکل شوې هدف په ځواب کې المبارک لوبډلې توپ وهنه پیل کړه خو یاد هدف یې بشپړ نه شو کړای او د ۶۴ منډو په توپېر یې ماتې وخوړله.

المبارک لوبډلې په ټاکلو ۹ اورنو کې د ۸ لوبغاړو په سوځېدو سره ۹۷ منډې جوړې کړې. چې له ډلې یې تر ټولو زیاتې منډې عاشق ځاځي جوړې کړې نوموړي د ۱۸ بالونو په مرسته ۳۶ ناسوځیدلې منډې وکړې.

د JKS ټاېګرز لوبډلې له لوري توپ اچونه کې لطیف، عصمت الله حبیبي او داود احمدزي هر یوه ۲-۲ ویکيټې واخیستې همدغه راز عثمان ځاځي او پروېز امېن ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې