دلوبغاړو په اړهلیګونه

د ۱۱ انګلستاني لوبغاړو څخه یې ۸ خپل هیواد ته رسیدلي دي.

انګلستان کرکټ بورډ هم تایید کړې چې په څوارلسم پړاو ای پي ایل سيالیو کې لوبیدوونکو یوولسو لوبغاړو څخه یې اته لوبغاړي خپل هیواد ته ورسیدلي دي.

انګلستان کرکټ بورډ زیاته کړې،چې پاتې درې لوبغاړي به یې هم په ۴۸ ساعتونو کې ور ورسیږي.
په اتو رسیدلو لوبغاړو کې جوني بېرسټو،جس باټلر،سم کرن،ټام کرن،سم بېلینګس،کریس ووکس،معین علي او جسن روی شامل دي.

ای پي ایل سيالیو څخه وروسته له هغې خارجي لوبغاړو بیرته تګ پيل کړ،چې یادې سيالۍ د کرونا له کبله تر نامعلومې مودې پورې وځنډيدې.
اوس هند کرکټ بورډ په پلان کې لري چې یادې سيالۍ په سپټمبر میاشت کې په لاره واچوي.

انګلستان سربیره سويلي افریقايي لوبغاړو هم خپل هیواد ته تګ پيل کړی دی،زیاتره یې په لاره او کم شمیر یې یاد هیواد ته رسيدلي دي.
یوازې اسټرالیاوي لوبغاړي دي چې د خپل هیواد لخوا اسټرالیا ته د داخلیدو اجازه نه ورکول کیږي.

اسټرالیا هیواد ځکه اسټرالیاوي لوبغاړي خپل هیواد ته نه پریږدي،چې یاد هیواد د مۍ تر پنځلسمې نېټې پورې د اسیایي هیوادونو سره ټولې هوایي او ځمکنۍ لارې تړلي دي.

هند کرکټ بورډ ویلي،دوی به هڅه وکړي چې اسټرالیاوي لوبغاړو ته د مالدیپ او یا هم د سریلانکا هیواد له لارې اسټرالیا ته تګ لارې برابرې کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې