لیګونه

د پنځم پړاو ابوظبي ټي ټين لیګ نېټه اعلان شوه.

د اماراتو په کوربتوب د ابوظبي لس اوریزه لیګ پنځم پړاو سیالیو نېټه اعلان شوه،چې له مخې به یې یاد لیګ د روان کال د نومبر میاشتې په نوولسمه نېټه پیل او د دسمبر میاشتې په لومړۍ نېټه به پای ته ورسیږي.

د ټي ټین یا لس اوریزه لیګ سیالیو چرمېن شاجي الملک وویل:”لس اوریزه لیګ د نړۍ تر ټولو چټک لیګ دی.مونږ خوښ یو چې یو ځل بیا به دغه لیګ رنګینه لیګ د نړۍ مشهورو لوبغاړو په شتون کې ترسره شي.”

ددغه پنځلس ورځني لیګ پر مهال به د اماراتو هیواد د خپلواکۍ پنځوسمه کلیزه هم ونمانځل شي.

د ابوظبي حکومت او د ابوظبي د سپورټ شورا په همکارۍ دغه لیګ په لومړي ځل په ۲۰۱۷ کال کې په لاره واچول شو او اوس په نړۍ کې ستر شهرت لري.

ابوظبي کرکټ سپورټ شورا وایي،دغه لیګ کې اماراتي لوبغاړو لپاره د نړۍ سترو لوبغاړو سره یو ځای د لوبې کولو یو ستر فرصت وي او همداشان د دوی له تجربو ډیر څه خاصلولی شي.

د دوی په وینا سره ددې چې تیر کال کرونا هم وه،خو بیا هم یاد لیګ په ښه شان سره ترسره شو.

اماراتو کرکټ بورډ هم ددغه لیګ هرکلی کړئ او ویلي یې دي چې ددغه لیګ څخه ډیر ښه لوبغاړي لاسته راغلل.

دوی وسیم یوه بیلګه یاده کړه چې تیر پړاو سیالیو کې څلورم زیاتې منډې جوړونکی لوبغاړی وو او ډیر ژر به نوموړی ملي لوبډله کې هم جذب کړي.

د یادونې وړ ده چې په یاد لیګ کې افغان لوبغاړي هم لوبیږي،چې د جاوید احمدي پرته نورو ټولو لوبغاړو پکې د پام وړ لوبې ترسره کړې.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې