دلوبغاړو په اړه

د اسټرالیا پخوانی لوبغاړی د تیښتوونکو له منګولو خلاص کړل شوی.

د اسټرالیا کرکټ ملي لوبډلې پخوانی لوبغاړی او ورو توپ اچونکی سټيوارټ مکګېل چې تیره میاشت د اسټرالیا له سيډني ښار څخه تيښتول شوی وو،د پولیسو د پلټنو او چاپو پر مهال نوموړی د تيښتوونکو له منګولو خلاص کړل شوی دی.

پولیسو ویلي،د هغه د تيښتولو په تور یې څلور کسان هم نیولي چې د هغه په تيښتولو کې یې لاس درلوده.

د پولیسو په وینا د تيښتول شوو کسانو عمرونه د ۲۷ کالونو څخه نیولې تر ۴۶ کالونو پورې دي.
د سيډني پولیسو په وینا چې پنځوس کلن سټیوارټ مکګېل د سیډني ښار څخه یو نیم ساعت لیرې ساحه کې د یادو کسانو لخوا په موټر کې تيښتول شوی وو.

ویل کيږي چې تیښتوونکو سټیوارټ مکګېل د پیسو لپاره تیښتولی وو،خو پولیسو تراوسه پدې اړه څه ندي ویلي،چې تيښتوونکو ته یې د هغه د خلاصون په بدل کې پیسې ورکړي یا نه!

سټیوارټ مکګېل په ۱۹۹۸ میلادي کال کې د اسټرالیا کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شو.نوموړي د اسټرالیا لپاره ۴۴ ټيسټ او درې یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي چې په ټيسټ کرکټ کې یې ۲۰۸ ویکټې او یو ورځنیو لوبو کې یې شپږ ویکټې اخیستي دي.

نوموړي په ۲۰۰۸ کال کې د نړیوال کرکټ څخه د تقاعد اعلان وکړ.خو په اسټرالیا بیګ باش کې يې لوبو ته دوام ورکړ او په ۲۰۱۱ کال کې یې له یاد لیګ څخه خدای په اماني اعلان کړه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې