دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

جنیدخان د شاهین شاه افریدې پټ رارونه افشا کړل.

جنیدخان: شاهین شاه افریدي ځکه کرکټ ته وقفه نه ورکوي ډاریږي چې ځای به له لاسه ورکړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې ځوان لوبغاړی شاهین شاه افريدي په ۲۰۱۸ کال کې د پاکستان کرکټ په ملي لوبډله کې راڅرګند شو،نوموړي د ښکلو کارکردګیو په اسا س د یادې لوبډلې یو مهم لوبغاړی پاتي شوی دی.

د یادې مودې راهیسې نوموړي ۱۶ ټيسټ،۲۵ یو ورځنۍ او شل اوریزې لوبې ترسره کړي دي او په هر پارمټ کې يې خپله وړتیا ښودلي ده.

که څه هم شاهین شاه تر خپله وسه د بالینګ په برخه کې خپل مسؤلیت ترسره کړئ دی،خو د پاکستان کرکټ بورډ په اړه لا هم سوالونه را پورته کيږي،چې ولې دغه ځوان لوبغاړي ته استراحت نه ورکوي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني تجربه کاره لوبغاړي جنیدخان بیا د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې په منجمینټ سختې نیوکې وکړې،چې لوبغاړو ته د امنیت نشي نیولی،د جنیدخان په وینا شاهین شاه افریدي هم انسان دی،استراحت ته اړتیا لري،خو نوموړی لدې کبله د استراحت په اخیستلو کې زړه نا زړه دی،چې که چیرې استراحت یا وقفه واخلي،بیا به بیرته په لوبډله کې ځای خپل نه کړي.

« ښکاره ده چې شاهین شاه افریدي استراحت ته اړتیا لري.د ټيم منجمېنټ باید په هغه د تمریناتو پر مهال ډير کار ونکړي.شاهین شاه افریدي شاید ځکه استراحت نه غواړي،چې ویریږي چې لوبډله کې ځای به ترې نور ځوانان ونیسي.

نوموړی باید پدې فکر وکړي،که چيرې په یوه پارمټ کې نه ځليږي هغه پارمټ لوبې پریږدي او نورو پارمټونو ته فکر وکړي.»

جنیدخان زیاته کړه،چې زمونږ په هیواد کې دا یو رواج ګرځیدلی،که چیرې یو لوبغاړی شپږ کاله ښه وځلیږي،مګر په یوه یا دوو لوبو کې ښه ونه ځلیږي، سمدستي له لوبډلې ډراپ کیږي.نوره خو پریږده هغه لاسته راوړنې چې نوموړي لوبغاړي پدې شپږو کالونو کې لاسته راوړي وي،هغه یې هم له یاده باسي.

جنیدخان زیاته کړه،چې مونږ باید په لوبغاړو د کار راکمول د انګلستاني لوبغاړو زده کړو،دوی جېمز اندرسن او سټیوارټ براډ ته د هند خلاف لومړۍ ټيسټ لوبه کې د ګډون وروسته استراحت ورکړ.که څه هم دواړو لوبغاړو په لومړۍ ټيسټ لوبه کې ښې ویکټې هم ترلاسه کړې،خو دوی دا کار ځکه وکړ،ترڅو پخپلو لوبغاړو باج یا پيټۍ را کم کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې