دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

۲۸کاله وړاندې په همدې ورځ انظمام الحق نه هېردونکې کارنامه ثبت کړه.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني شهرت لرونکي لوبغاړي او کپتان انظمام الحق د نن ورځې څخه ۲۸ کاله وړاندې په همدې ورځ په ټيسټ کرکټ کې لومړۍ سلیزه جوړه کړي وه.
نوموړي دغه کارنامه د ویسټ انډيز خلاف د درې ټيسټ لوبو سیریز په دریمه ټيسټ لوبه کې ترسره کړي وه.


د ویسټ انډيز لخوا په یاده لوبه کې پاکستان کرکټ لوبډلې ته په لومړي اننګز ۴۳۸ منډې جوړې شوي وې.
انظمام الحق هغه مهال توپ وهنې ته راښکته شو،چې پاکستان په ۱۰۸ منډو کې ۴ لوبغاړي له لاسه ورکړي وو.

خو انظمام الحق بهترینه لوبه وکړه او نوموړي ۱۲۳ منډې جوړې کړې او پآکستان په لومړي اننګز کې په ۳۲۶ منډو اوټ شو.
پدې سره یې ویسټ انډيز ته د ۱۱۲ منډو مخکیوالی ورکړ.ویسټ انډيز په دوهمه پاڼۍ کې بیا د ۴ لوبغاړو په سوځيدو ۱۵۳ منډې جوړې کړې او یاده سيالي بیا مساوي پای ته ورسیده.


د یادونې وړ ده چې انظمام الحق د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې لپاره ۱۲۰ ټيسټ او ۳۷۸ یو ورځنۍ لوبې ترسره کړي دي او په مجموعي ډول یې (۲۰ زره ۵۶۹) منډې جوړې کړي دي.


نوموړي په ۲۰۰۷ میلادي کال کې د سويلي افریقا خلاف د وروستۍ لوبې ترسره کولو وروسته له کرکټ څخه تقاعدي اعلان کړه.


هیره دې نه وي چې نوموړی د افغانستان کرکټ ملي لوبډلې د روزونکي په حیث هم دنده اجرآ کړي ده.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې