دلوبغاړو په اړهلیګونه

ګرېم سمېت: په ای پي ایل کې د لوبغاړو پاتي کیدل یا نه پاتي کیدل په لوبغاړو پورې اړه لري.

د سویلي افریقا کرکټ بورډ ډایریکټر ګرېم سمېت تیره ورځ پخپلو څرګندونو کې ویلي،په ای پي ایل سیالیو کې د سویلي افریقایي لوبغاړو پاتي کیدل یا نه پاتي کیدلو پریکړه لوبغاړو ته ورکړي ده.

دده په وینا،که لوبغاړي هر ډول پریکړه کوي،بورډ به یې له دوی سره همکاره وي.

“مونږ به د خپلو لوبغاړو ملاتړ ته هر وخت دوام ورکوو،دا چې په هند کې د کرونا دوهمه څپه روانه ده،پداسې حالتو کې هم خپله پریکړه لوبغاړو ته پریږدو،دوی چې هر ډول پریکړه کوي،مونږ به یې ملاتړ کوو.”

د سویلي افریقا کرکټ بورډ د ډایریکټر دا څرګندونې پداسې مهال مخې ته راځي،چې زیاترو خارجي هیوادونو لوبغاړو د ای پي ایل سیالیو د پریښودو تکل کړئ دی.

ځینې هیوادونه لکه اسټرالیا کرکټ بورډ د هغوی دریځ خلاف دی او هغوی خپلو لوبغاړو ته ویلي،چې دوی د هند څخه د خپلو لوبغاړو په وتلو کې همکاري نشي کولای او که چیرې لوبغاړي غواړي چې راستانه شي،خو دوی به پخپل شخصي لګښت راستانیږي.

د اسټرالیا خارجه وزارت هم لدې وړاندې ویلي وو،که چیرې په ای پي ایل کې لوبیدوونکي لوبغاړي اسټرالیا حدودو ته مستقیما له هند څخه ورشي،د جریمه ترڅنګ به یې جیلخانې ته هم واستوي.

د یادې پریکړې سره په اسټرالیا حکومت او بورډ هم نیوکې شوي،چې لوبغاړو سره تبعیضي چلند غوره کوي.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې