لیګونه

پي ایس ایل څانګو له پاکستان بورډ غوښتي چې پاتې لوبې اماراتو کې وکړي.

په کراچۍ ښار کې د کرونا د نوو پیښو د ثبت کیدو وروسته د پاکستان سوپر لیګ لوبډلو څانګو له پاکستان کرکټ بورډ غوښتنه کړې،چې پاتې پي ایس ایل لوبې اماراتو هیواد کې ترسره کړي.

پاکستان سوپر لیګ سیالۍ د روان کال په مارچ میاشت کې د کرونا له کبله د ځنډ سره مخ شوې،اوس په پلان کې دي چې پاتي شوي یادې سیالۍ به د جون په لومړۍ نېټه پیل او د همدې میاشتې تر ۲۰مې به دوام وکړي.

د کریک انفو سایټ د معلوماتو له مخې ټولو شپږو واړو لوبډلو پاکستان کرکټ بورډ ته یو لیک هم استولی دی او په هغې کې یې ترې غوښتنه کړي ده،چې حالت په کراچۍ ښار کې وارزوي.

تراوسه پاکستان کرکټ بورډ پدې اړه د سیالیو د انتقال په اړه څه ندي ویلي.

که چیرې پي ایس پاتې سیالۍ پاکستان کې ترسره کیږي،په یاد لیګ کې لوبیدونکي لوبغاړي اړ دي چې د مۍ په ۲۳مه نېټه پاکستان ته ورسیږي او هلته به تر اوو ورځو پورې په قرنطین کې وي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې