دلوبغاړو په اړهلیګونه

ویسډن لخوا د ای پي ایل غوره لوبډله کې راشدخان هم ځای خپل کړی.

د ویسډن مجلې لخوا د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو څخه په مرلو یا غوره یوولس کسیزه لوبډله کې د حیدراباد لوبډلې افغان پیاوړي لوبغاړي راشدخان هم ځای خپل کړی دی.

د یادې مجلې لخوا زیاتره وخت د نړۍ غوره لوبغاړي د خپلو کارکردګیو په اساس انتخابیږي.

ویسډن مجلې دا ځلې روان لیګ کې هغه لوبغاړي چې په روان ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو کې په لوبو بوخت دي،د هغو کارکردګیو ته سر ورښکاره کړی او دغه یوولس لوبغاړي یې ترې مرلي دي.

په یوولس کسیزه غوره لوبډله کې پراتیو شاؤ،معین علي،شیکر داون،اې بي ډیویلیرز،سنجو سمسون،کیرون پولارډ،جسپرټ بومرا،رویندرا جېدیجا،ډيپیک چهار،اویش خان او راشدخان شامل دي.

د یادې مجلې د معلوماتو په اساس راشدخان یې لدې کبله په یوولس کسیزه لوبډله کې غوره کړئ،چې نوموړي د کارکردګۍ له مخې،خپلې لوبډلې ته په مهمو وختونو کې چې کله مخالف ټیم برید پیلوي،هغه وخت یې ورته ویکټې اخیستي دي.

راشدخان تراوسه په یاد لیګ کې ۱۰ ویکټې اخیستي دي او د زیاتو ویکټو اخیستوونکو بالرانو په لیست کې پنځم مقام لري.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې