افغانستان کریکټ

نن شپه د مسلم یار رمضان جام سیالیو لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره کېږي

په پام کې ده چې نن شپه په ننګرهار کې د مسلم یار رمضان جام شپنیو سیالیو په دوام د دغه ټورنامنټ لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شي.

یاد ټورنامنټ چې هره شپه ماخستن مهال شاو خوا ۹:۰۰ بجې پیلیږي، پکې پیاوړي لوبډلې د یو بل پر وړاندې سیالۍ ترسره کوي.

نن شپه به هم په دې ټورنامنټ کې دوه پیاوړي لوبډلې فقیر وهاب او افغانستان پشه یي ځوانانو لوبډله له یو بل سره مخ شي چې دا سیالۍ به د دواړو لوبډلو لپاره خورا مهمه وي.

د یادولو وړ ده چې تېره شپه په دغه لیګ کې مسلم یار ټاېګرز لوبډلې شینواري زلمیانو ته ماتې ورکړه چې په دې سره مسلم یار ټاېګرز لوبډلې درېمه پرله پسې بریا خپله کړه.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې