افغانستان کریکټ

فقیروهاب لوبډلې په مسلم یار رمضان جام سیالیو کې تر پایلوبې لار وموندله

په جلال اباد کې د پیل شویو مسلم یار ګروپ رمضان جام شپنیو سیالیو په دوام لومړۍ نیمه پایلوبه ترسره شوه چې په پایله کې فقیروهاب لوبډلې خپل سیال لوری افغانستان پشه یي زوانانو ته د ۴۳ منډو په توپیر ماتې ورکړه.

د لوبې په پیل کې پچه د فقروهاب کریکټ ټیم وګټله او په خپله یې لومړی د توپ وهنې پرېکړه وکړه، فقیروهاب لوبډلې د لومړۍ توپ وهنې پر بنسټ په ټاکلو ۱۸ اورنو کې د ۷ لوبغاړو په زیان سره ۱۸۱ منډې وکړې.

د فقیروهاب لوبډلې له لوري توپ وهنه کې زبید اکبري د ۴۱ بالونو په مرسته ۵۳ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې ۴ څلوریزې او ۲ شپږیزې هم شاملې وې همدغه راز ترڅنګ یې عثمان نوري ۲۹ منډې وکړې.

د پشه یي زوانانو له لوري توپ اچونه کې فهیم خیوه وال ۴، حیات نوري او نصیب حلیمي هر یوه ۱-۱ لوبغاړی وسوځوه.

د فقیروهاب لوبډلې له لوري ټاکل شوې هدف ته په ځواب کې سیال لوري (پشه یي زوانانو) توپ وهنه پیل کړه خو په ځواب کې پشه یي زوانانو لوبډلې ټاکل شوی هدف بشپړ نه شو کړای او د ۴۳ منډو په توپېر سره یې ماتې وخوړله.

پشه یي زوانانو لوبډلې د ټاکلو ۱۸ اورنو په لوبولو سره ۱۳۸ منډې جوړې کړې. د پشه یي زوانانو له لوري توپ وهنه کې جاوید رحیم په ۳۴ بالونو باندې ۴۲ منډې وکړې چې په توپ وهنه کې یې یوه څلورېزه او درې شپږیزې شاملې وې.

د فقیروهاب لوبډلې له خوا بیا توپ اچونه کې زبیر صافي ۳، جعفر ستانکزي او زبید اکبري ۲-۲ همدغه راز ترڅنګ یې ابراهیم عبدالرحیمزي او عبدالله عادل هر یوه ۱-۱ لوبغاړی له مخې پورته کړ.

ټاکل شوې ده چې نن شپه به د دغو سیالیو په دوام دوېمه نیمه پایلوبه د مسلم یار زمریانو او ختیځ کریکټ اکاډمۍ ترمنځ ترسره شي.

محمد شبیر حسن زي

محمدشبیرحسن زي د چپرهار ولسوالۍ او د ننګرهار ولایت اوسېدونکی دی خپلي ژورنالېزم زده کړي یې په همیشه بهار راډیو تلویزون کې ترسره کړي او په سپورټ برخه کې له افغان کریک انفو سره دنده ترسره کوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې