لیګونه

د IPL په لغوه کولو سره هند بورډ څومره تاوان وکړ؟

ای پي ایل په ځنډولو سره هند کرکټ بورډ له ستر مالي زیان سره مخ شو

هند کرکټ بورډ د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو په ځنډولو سره د براډکسټرانو او سپناسرشیپ څخه د پیسو د ترلاسه کولو له کبله د ۲۰۰۰ کروړه هندۍ کلدارږ مالي زیان سره مخ شو.

هند کرکټ بورډ د مالي برخې اصلي سرچینه ای پي ایل لیګ دی او هر کال ددغه لیګ څخه په زرهاوو کروړه پیسې یا عواید د بیلا بیلو سپانسرانو او براډکسټرانو څخه په لاس راوړي.

دا چې دغه لیګ له ځنډ سره مخ شو،ورسره هند کرکټ بورډ هم له ستر مالي زیان سره مخ شو.

هند کرکټ بورډ هغه مهال د ۲۰۲۱ کال ای پي ایل سیالیو ځنډولو ته مجبور کړل شو،چې په لوبډلو کې دننه د کرونا د مثبتو پیښو د ثبت کیدو خبر ورکړل شو.

د بي سي سي ای یا هند کرکټ بورډ ادارې یوه لوړ پوړي چارواکي له پي ټي ای سره خبرو کې وویل:”د ای پي ایل سیالیو په نیمایي کې په ځنډولو سره مونږ د (۲۰۰۰- ۲۵۰۰) کروړه هندۍ کلدارو له لاسه ورکولو زیان سره مخ شو،که په اټکلي ډول ووایو ۲۲۰۰ کروړه پیسې مو له لاسه ورکړې.”

د مهال ویش له مخې د ای پي ایل ۶۰ لوبې به په ۵۲ ورځو کې یعنې د مۍ په ۳۰مه نېټه به پای ته رسیدلي وای،خو دغه لیګ د ۲۹ لوبو ترسره کیدو وروسته،د کرونا له کبله وځنډیده.

هند کرکټ بورډ زیاتې پیسې او عواید د سټار سپورټس تلویزونې شبکې څخه ترلاسه کوي او یاد تلویزون د ای پي ایل سیالیو ټېټل سپانسر شیپ تړون د بي سي ای څخه ترلاسه کړئ دی او هر کال هند کرکټ بورډ ته په لکونو پیسې ورکوي.

سټار سپورټس د هند کرکټ بورډ څخه سره د ای پي ایل سیالیو د خپروي په اړه پنځه کلن تړون په (۱۶ زره ۳۴۷) کروړه هندۍ کلدارې لاسلیک کړی دی.چې د کال (۳۲۶۹،۴) کروړه هندۍ کلدارې راځي.

هر موسم ۶۰ ای پي ایل لوبې کیږي،که چیرې په لوبو وویشل شي،په هره لوبه (۵۴،۵) کروړه پیسې راځي.

پدې حساب کخ چیرې اندازه شي،تراوسه د روان لیګ ۲۹ لوبې ترسره شوي دي او ددغو سیالیو ۱۵۸۰ کروړه پیسې کیږي.که چیرې ټول لیګ ترسره شوی وای،هند کرکټ بورډ به د سټار سپورټس څخه ۳۲۷۰ کروړه پیسې لاسته کړي وای،خو د لیګ په ځنډیدو او حساب ته په کتو سره هند کرکټ بورډ روان لیګ کې ۱۶۹۰ کروړه هندۍ کلدارې له زیان سره مخ شو.

ددې ترڅنګ نورو مصارفو ته په کتو هند کرکټ بورډ د تاوان شماره ۲۵۰۰ کروړو ته رسیږي.چې دا د هند کرکټ بورډ لپاره ستر مالي زیان دی.

ددې ترڅنګ هند کرکټ بورډ د نورو کمپنیو سره لکه (ViVo) سره هم تړونونو کړي او دوی څخه به نیمایي پیسې یا په کم شمیر حساب پیسې ترلاسه کړي.

ددې ترڅنګ د لوبډلو مالکین هم لهذمالي زیان سره مخ کیدلی شي او داسې راپورونه دي،چې سږ کال به ددغه لیګ نیمایي معاش یا پیسې لوبغاړو ته ورکړل شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې