لیګونه

د پنجاب کینکز لوبډلې شریکې د «ای پي ایل» په ځنډولو خوښې وښوده.

د پنجاب کینکز لوبډلې شریکه یا سپانسره نیس ودیه وایي،که څه هم پې خواشیني شوې چې ای پي ایل سیالۍ وځنډیدې،خو په ورته وخت کې د یادو سیالیو ځڼډول ښه پریکړه ده.

هغې وویل،که څه هم لیګ په ښه شان روان وو،خو په ورته وخت کې د لوبغاړو او د خلکو ژوند هم له لوبو مهم دی.

” حالت ډیر نورمل روان وو،لوبې په ښه شان روانې وې،خو د تیرو څو اوونیو راهیسې حالت له کنټرول ووتل،پداسې حالتو کط د لیګ ځنډول هم ښه پریکړه ده.”

نوموړې د هغه خلکو منفي نظریو په اړه چې د لیګ ځنډولو غوښتنه یې کوله وویل:”دلته همیشه د خلکو منفي فکر ډیر لوړیږي،خو زه وایم چې که چیرې دوی دلته په لیګ کې دننه موجود وای،خپله به یې دا احساس کړی وای،چې لیګ څومره په ښه شان سره روان دی.”

نوموړې وویل،اوس اړتیا نشته چې اوس څوک په مالي اړخ وغږیږي،خو په اوس وخت کې مناسبه او غوره کار دا دی چې هر یو جوړ وي.

پنجاب کینکز لوبډلې هم په ای پي ایل سیالیو کې ښه روانه وه،خو د څو لوبو بایللو وروسته مخ په ځوړه روانه شوه.

نور خان اشنا

خوست ولایت کې د افغان کریک انفو خبریال او د افغان کریک انفو د لوبو د لایف خپرولو مسؤل

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې