لیګونه

د ای پي ایل ځنډېدل، خو بیا په کومه نېټه ترسره کیږي؟!

هند کرکټ بورډ هڅه کوي چې ای پي ایل پاتي لوبې سپټمبر میاشت کې ترسره کړي

هند کرکټ بورډ له هغې وروسته څوارلسم پړاو ای پي ایل سیالۍ تر نامعلومې مودې وځنډولې،چې د ای پي ایل په لوبډلو کې دننه د کرونا د مثبتو پيښو خبر ورکړل شو.

هند کرکټ بورډ همداشان ویلي،دوی به هڅه وکړي چې په هند پریمیر لیګ کې لوبیدوونکو لوبغاړو ته داسې لار پیدا کړي چې په خوندي توګه خپلو کورونو ته ورسیږي.

په ورته وخت کې هند کرکټ بورډ او ای پي ایل اداري کمیټه پدې هڅه کې ده چې د لیګ پاتي لوبو ته یو مناسب وخت ولټوي.

هند کرکټ بورډ ته د ځینو نیږدو سرچینو په وینا چې شاید د ای پي ایل پاتي لوبې په سپټمبر میاشت کې ترسره شي.

د دوی په وینا دا ځکه چې له یوې خوا به هند کرکټ لوبډله د انګلستان دوره بشپړه کړي او له بلې خوا به لوبغاړي د نړیوال جام لپاره تیارۍ نیسي.

د معلوماتو له مخې کله چې د ای پي ایل پاتي سیالۍ ترسره کیږي،په درې اوونیو کې دننه به پای ته ورسول شي.

“سپټمبر میاشت په پام کې نیول شوې،د انګلستان-هند ترمنځ سیریز به هم ختم شي او خارجي لوبغاړي به هم نړیوال جام ته تیار وي.په ډیر کم وخت کې به یادې سیالۍ پای ته ورسول شي.”

د ای پي ایل سیالیو چرمېن بریجیش پټېل هم تایید کړې،چې دوی په پلان کې لري چې سپټمبر میاشت کې پاتي سیالیو ته ور ولټوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې