دلوبغاړو په اړه

حسن علي: داسې وخت هم پرې راغلی چې ژړلي يې هم دي،خو همت یې له لاسه ندی ورکړئ.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې الراونډر لوبغاړي حسن علي د زمبابوې خلاف د دوو ټيسټ لوبو سیریز په لومړۍ ټيسټ لوبه کې زبردسته لوبه ترسره کړه.د نوموړي زبردسته بالینګ په مټ پاکستان وکولای شول چې په لومړۍ ټيسټ لوبه کې زمبابوې لوبډلې ته په یوه اننګز او ۱۱۶منډو په توپير ستره ماتي ورکړه
.
حسن علي په لومړي اننګز کې پاکستان ته څلور ویکټې ترلاسه کړې او په دریم اننګز کې یې تر پنځو پورې لوبغاړي له مخې پورته کړل.نوموړی وروسته د لوبې غوره لوبغاړی هم اعلان شو.

نوموړي د لوبې وروسته په خبري کنفرانس کې وویل،کله چې ټپي وو،نوموړی پدې موده کې د ژوند له سختو سختیو سره مخ شوی او حتی تردې چې ژړلي یې هم دي،خو سره ددې یې بیا هم خپل محنت له لاسه ندی ورکړئ.

« داسې وخت هم وو چې حتی ما هر څه لاسه ورکړي وو،زما لپاره سخت وخت هغه مهال وو چې د ټپونو له کبله دوه کاله د کرکټ څخه بهر شوم.خو د زیاتو ټپونو سره مو مقابله وکړه او بلاخره کم بیک مو وکړ.لنډه دا چې په ما داسې وخت هم راغلی چې ژړا به مو کوله.خو یو شی چې ما هیر نه کړ،هغه محنت او خواري وه.»

حسن علي زیاته کړه،یوازې یو هدف یې درلوده،هغه دا چې د ټپونو جوړ شي او د پاکستان لپاره په ملي لباس کې بیا لوبې ترسره کړي.
د یادونې وړ ده چې په د حسن علي بهترینه بالینګ په مټ څو کاله وړاندې پاکستان د هندوستان خلاف د ای سي سي ټيسټ چمپیون شيپ سيالیو اتلوالي خپله کړي وه.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې