لیګونه

ای پي ایل پاتي لیګ ممبيي ښار ته لیږدیدو امکان!

وروسته له هغې چې د ای پي ایل لوبډلو څانګو کې د کرونا مثبتو پيښو خبر ورکړل شو،ویل کیږي چې د ای پي ایل پاتي سیالۍ به ددغې اونۍ په وروستیو کې د هند ممبیي ښار ته انتقال شي.خو لا هم هند کرکټ بورډ پدې اړه وروستۍ پریکړه نده اعلان کړې.

هند کرکټ بورډ وایي،دوی حالت څاري او له هغې وروسته به خپله پریکړه اعلان کړي.

که چیرې دغه خبرونه تایید شول،نو د ای پي ایل پاتي لوبې به د ممبيي ښار په درې نړیوالو مشهورو کرکټ لوبغالو وانخیدي،پټېل او برابورني کې ترسره شي.

خو هند کرکټ بورډ ته به لویه ستونزه د ټولو اتو لوبډلو لوبغاړو ته د هوټلونو پیدا کول وي.

ممبيي هغه ښار دی چې د هند د نورو ښارونو په پرتله پکې د کرونا پیښې لږې او هلته حالت د ښه کیدو په لوري روان دي.

که چیرې د ای پي ایل سیالیو ممبیي ښار ته په لیږدیدو پریکړه وشوه،نو پدې سره به د ای پي ایل سیالیو پایلوبه چې د مۍ ۳۱ نېټه تعین شوي،د یادې نېټې څخه به تغیر وکړي او د جون په لومړۍ اونۍ کې به ترسره شي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې