لیګونه

ای پي ایل وځنډول شو.

په روان ای پي ایل سيالیو کې د کرونا ویروس د خپریدو وروسته هند کرکټ بورډ یاد لیګ تر نامعلومې موده وځنډوه.

هند کرکټ بورډ دغه پریکړه وروسته له هغې ترسره کړه،چې د حیدراباد لوبډلې د ځینو لوبغاړو په اړه هم د کرونا مثبتو پيښو خبر ورکړل شو.

ویل کیږي چې د حیدراباد لوبډلې ویکټ ساتوونکی لوبغاړی رېډمن سها کرونا پایله هم مثبته راوتلي او نوموړی د نورې ډلې جلا شوی.
حیدراباد لوبډلې سره درې افغان لوبغاړي هم شتون لري،خو تراوسه ښکاره نده چې هغوی به په کرونا اخته شوي نه وي.

د روان ای اپي ایل لیګ په ځنډیدو سره د ای پي ایل ۳۰ سيالۍ پاتي شوې،د هند کرکټ بورډ په وینا په یوه مناسب وخت کې به پاتي لیګ سيالۍ ترسره کړي.

تراوسه ښکاره نده چې د ای پي ایل پاتي لیګ سيالۍ به څه وخت بیا په پلان کې شي،خو په هند کې د روان کرونا ویروس له کبله داسې نه ښکاري چې دغه سيالۍ به په نږدې راتلوونکي کې ترسره شي.

د ځينو رسنیو د معلوماتو په اساس چې د ای پي ایل پاتي لوبې شاید د نړیوال شل اوریز جام وروسته ترسره شي.

د ای پي ایل سيالیو ځنډيدل د کرکټ مینه والو لپاره ښه زیری ندی.

خو هند کرکټ بورډ وایي،که حالت بیرته عادي شول،دوی به دغه لیګ په ډير ښه ډول سره ترسره کړي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې