مقالې

افریدي ژمنه وکړه چې لوبو رول ته به دوام ورکړي.

د پاکستان کرکټ ملي لوبډلې پخواني مشهوره لوبغاړي ژمنه وکړه چې د لوبو د پرمختګ او د کرکټ غوړوي لپاره به د کرکټ د لوبو په برخه کې خپل رول ته دوام ورکړي.

نوموړي دا خبرې وروسته له هغې وکړې چې د ایم سي سي لخوا یې دومداره تړون ترلاسه کړ.

“دا زما لپاره ستر ویاړ دی چې د ایم سي سي په څیر د یوه غښتلي او ویاړلي کرکټ کلب لخوا دایمي غړیتوب یا میمبرشیپ ترلاسه کوم.زه له دوی څخه مننه کوم.”

نوموړي ژمنه وکړه چې د کرکټ د پرمختګ او په هغې کې د مهم رول ادا کولو په برخه کې به خپلو هڅو ته دوام ورکړي.

د یاد کلب لخوا لدې وړاندې یونس خان او مصباح الحق هم په ۲۰۱۷ کال کې د دایمي یا دومداره غړي په توګه غړیتوبونه ترلاسه کړي دي.

ایم سي سي یا ملبورن کرکټ کلب په ۱۷۸۷ میلادي کال کې تاسیس شوی او یاد کلب په کرکټ کې د قوانینو رامنځ ته کولو په برخه کې مهم رول ادا کړی دی.

ځینې د کرکټ هغه قوانین چې اوس هم په لوبو کې روان دي او عملي کیږي،د یاد کلب لخوا رامنځ ته شوي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې