دلوبغاړو په اړهلیګونه

اسټرالیاوي لوبغاړي به په هند یا هم دریم هیواد کې پاتي کیږي.

د اسټرالیا کرکټ اسوسیشن یا د لوبغاړو ټولنې ویلي،دوی د اسټرالیا حکومت هغه پریکړې ته د احترام لري چې د هند او نورو اسیایي هیوادونو په وړاندې یې د مۍ تر ۱۵مې نېټې پورې بندیزونه لګولي دي.

د یادې ټولنې په وینا په هند کې بند یا پاتي شوي اسټرالیاوي لوبغاړي به یا په هند هیواد کې پاتي کیږي او یا به هم دریم هیواد ته پرواز وکړي.

خو دوی ته به په اوس وخت کې اسټرالیا ته تګ اجازه ورنکړل شي.

د اسټرالیا حکومت پدې پریکړې چې خپلو لوبغاړو او کمینټیټرانو ته د راتګ اسانتیاوې نشي برابرولی،سخت انتقاد شوی دی.

لدې وړاندې اسټرالیا خارجه وزیر سکاټ موریسن ویلي وو،که چیرې کوم اسټرالیاوي لوبغاړي د حکومت له قوانینو سرغړونه وکړي او پخپل سر اسټرالیا خاورې ته داخل شي،د نغدې جریمې ترڅنګ به یې جیلخانې ته هم ولیږي.

د هند لیګ څخه لاس په سر شوو لوبغاړو کې یوازې درې اسټرالیاوي لوبغاړي اډم زمپا،کین رچرډسن او اندریو تای هغه لوبغاړي دي چې د حکومت لخوا د بندیزونو د نصب کیدو وړاندې اسټرالیا هیواد ته رسیدلي دي.

نور زیاتره لوبغاړي،لوبڅاران او کمینټیټوران چې د لیګ په نیمایي کې د لوبو بهر شول،خو لا هم اسټرالیا ته ندي رسیدلي او ځینې یې په دریم هیواد کې ایسار پاتي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې