دلوبغاړو په اړهنړیوال کریکټ

پریرا له نړیوال کرکټ څخه تقاعد اعلان کړ.

د سریلانکا کرکټ ملي لوبډلې پیاوړي الراونډر لوبغاړي تیسارا پریرا د دوشنبې په ورځ د نړیوال کرکټ څخه د تل لپاره مخه ښې اعلان وکړ.

نوموړي د خپلې تقاعدۍ په اړه سریلانکا کرکټ بورډ ته خبر هم ورکړئ دی.

تیسارا پریرا ویلي،سوداګریزو لوبو ته به دوام ورکړي او همداشان سریلانکا پریمیر لیګ سیالیو کې به د جفنا سټالینز لوبډلې لپاره لوبو ته دوام ورکړي.

پریرا د سریلانکا لپاره په شپږو ټیسټ لوبو کې ګډون کړی او د ۲۱۳ منډو جوړولو ترڅنګ یې ۱۱ ویکټې هم اخیستي دي.

پریرا بیا په محدود اوریزو لوبو کې خاص شهرت درلوده.نوموړی د سریلانکا لپاره ۱۶۶ یو ورځنۍ لوبې کړي چې ۲۳۳۸ منډې یې پکې جوړې کړي دي.او همداشان یې ۱۷۵ ویکټې اخیستي دي.

په شل اوریزو لوبو کې نوموړي بیا ۵۱ ویکټې او ۱۲۰۴ منډې جوړې کړي دي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې