نړیوال کریکټ

سریلانکا کرکټ بورډ پلان شوي سیالۍ بېرته وځنډوله.

سریلانکا کرکټ بورډ خبر ورکړئ چې د کوویډ ۱۹ په پار د مرستې راټولونې خیریه لوبه چې په پلان کې وه چې د مۍ په څلورمه نېټه به د سریلانکا کرکټ ګرېټ الیون او ټیم سریلانکا لوبډلو ترمنځ به ترسره شوي وای،د کوویډ ۱۹ او د لوبغاړو د خوندیتوب له ویرې بیا وځنډول شوه.

سریلانکا کرکټ بورډ ویلي،دوی ته د لوبغاړو حفاظت مهم دی او روغتیا وزارت دوی ته اجازه ورنکړه چې پلان شوي سیالي په همغه وخت ترسره شي.

سریلانکا کرکټ بورډ د یادې سیالۍ د ترسره کولو څخه موخه د کرونا ځپلو خلکو ته د مرستې راټولونه وه.

د سریلانکا کرکټ بورډ ددغې پریکړې سره به اوس دغه سیالي ترسره نشي.

سریلانکا کرکټ بورډ د ټولو هغو لوبغاړو څخه هم مننه کړې چې ددغې سیالۍ لپاره یې چمتوالی ښودلی وو.

پدې وروستیو کې کرونا دوهمې څپې اسیایي هیوادونه خصوصا هندوستان سخت وځپه او په یاد هیواد کې د ورځې تر لکونو د نویو پيښو خبر ورکول کیږي.

هند چې ای پي ایل سیالۍ هم پکې روانې دي،خو لا هم په یاد لیګ ترسره کیدو د پخوانیو کرکټرانو او چارواکو لخوا انتقادونه کیږي،چې ګواکې پداسې حالتو کې چې د خلکو ژوند له ګواښ سره مخ دی،ولې دغه سیالۍ همداسې دوام لري.

خو هند کرکټ بورډ په بیا،بیا ټینګار سره ویلي،چې سیالۍ به په ټاکلي نېټه پای ته رسوي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې