لیګونه

د کلکتې لوبډلې وروسته په چنای لوبډله کې وبا ګډه شوه.

وروسته له هغې چې د کلکتې لوبډلې د دوو لوبغاړو د کرونا ټیسټ مثبت ښکاره شو،اوس دا دی یاد ویروس په چنای لوبډله کې هم سرایت وکړ.

د چنای سوپر کینکز لوبډلې د بالینګ روزونکی بالاجي او همداشان د یادې لوبډلې د نورو د غړو په اړه پر کرونا د اخته کیدو خبرونه ورکړل شوي دي.

د ای پي ایل د قوانینو د مخې هغه غړي چې په کرونا اخته شوي،د نورو ډالګۍ څخه به لس ورځې جلا وي.

د یادونې وړ ده چې په کلکتې لوبډله کې د کرونا د خپریدو وروسته د یادې لوبډلې او همداشان د بنګلور لوبډلې ترمنځ ننۍ لوبه هم فسخه شوه.

کرونا دویمې څپې د نورو اسیایي هیوادونو په پرتله په هند کې په چټکۍ روانه ده او تراوسه یې زرګونو کسان وژلي دي.

زیاتره په ای پي ایل کې لوبیدوونکي لوبغاړي پر کرونا د اخته کیدو له ویرې په نیمایي کې او ځینې یې د سیالیو وړاندې له لوبو بهر شوي دي.

په هند کې درې افغان لوبغاړي هم شتون لري،چې د حیدراباد لپاره لوبیږي.

ورته خبرونه

Back to top button
error: وبښه دغه نه کاپي کیږې